د پروژو افتتاح کول ددسیسه ګرو د سترګو ازغي دي
کله د ایران جنوب عسلویه ته واریدیږو ،نو د چاڼځایونو، پلیټ فارمونو او د اوبو لاندې دپایپ لاینونو ستره دنیا ده چې د انجنیّرینګ له پلوه دلته ډير ستر کارونه شوي دي .
ایرنا خبري آژانس راپور ورکړ، دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني پرون د ایټمی انرژۍ د ادارې ا و د تیلو او د تعاون ، کار او ټولنیزو هوساینو د چارو د وزارتونو د ملی پروژو په پرانیستونکو دستورو کې ووئیل ، هیواد تل د پرانیستنې ، بیا رغاونې او آبادونې په حال کې دی او ټول زحمتونه ګالي .
ډاکټر حسن روحاني پخپلې وینا کې وئیلي دي ، له کرونائي بحران او دغه راز له اقتصادي جنګ دوام سره په یووخت ، ډيره مهمه وه چې دنیا ته ځواب ورکړو چې البته اصلي ځواب ، د ولس مقاومت او کلکې دریدا ورکړی دی. د ډاکټر روحاني په وینا نن سبا درست سمندري پلیټ فارمونه او د جنوبی پارس له ۲۷فیز سره اړونده پلیټ فارمونه مو افتتاح کړي ، چې د ایران د تاریخ تر ټولو سترې اقتصادي پروژې دي . د اسلامی ایران ولسمشر همداراز وئيلي دي ، کله د ایران جنوب عسلویه ته واریدیږو ،نو د چاڼځایونو، پلیټ فارمونو او د اوبو لاندې دپایپ لاینونو ستره دنیا ده چې د انجنیّرینګ له پلوه دلته ډير ستر کارونه شوي دي .