د امام خمینی او رهبرۍلارښونوته پام دپرمختګ او اقتدارلامل شوي
د بندیزونو په ختمیدا پسې به هم شو،خو د ولس دسترخوان ته له پرَدیو سره غوټه ورنه کړو .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران داسلامی جمهوریت نوي ولسمشر سید ابراهیم ریسي د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له خوا د تائيدیدا په دستورو کې پخپلې وینا کې ټينګار وکړ و ددینی ولسواکۍ ځلانده لمر څه دپاسه څلویښت کاله مخکې په دغه ټاټوبي کې دلوي لارښود او بزرګوار حضرت امام خمینی په لارښونې او او د لوي او دنده پيژندونکي ولس په لوړ همیت سره طلوع شو.
د ایران د اسلامی جمهوریت نوي ولسمشر زیاته کړې ، د دینی ولسواکۍ په نظام سره دنیا ته د ماډرن حکمرانۍ ماډل وړاندې شو او د حکمرانۍ په دغه ماډل کې ددنیا تر څنګ ددین امر ، داخلاقو ترڅنګ دعلم امر ، دپرمختګ تر څنګ دعدالت امر ، هوساینې ترڅنګ دعزت امر وړاندې شو.
ابراهیم ریسي روښانه کړې،د بودجې د کمښت موضوع،د ونډو د بازار د ثبات موضوع، دګرانۍ او انفلیّشن کنټرول ، کرونائي بحران او داسې ڼوره ځيني موضوعګانې چې پيژندل شوي او ځینو نورې موضوعګانې دي،چې لاره چاره ورته لټول شوې ده.هغه دغه راز ووئيل ،د بندیزونو په ختمیدا پسې به هم شو،خو د ولس دسترخوان ته له پرَدیو سره غوټه ورنه کړو .