د اروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست مرستیال تهران ته راغلی
د ایران مرستیال خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې د ایران د ملت په ضد دظالمانه بندیزونو د ختمولو په موخې سره د نظام د چورلټو دریځونو باندې یوځل بیا ټينګار کړی دی .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی،د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست د کمیشن دمشر مرستیال آنریکه مورا چې د اسلامی ایران د ولسمشر دلوړې په دستورو کې د ګډون لپاره داروپائي کمیشن د بهرنی سیاست د مشر داستازي په توګه تهران ته راغلی،د ایران له مرستیال وزیر عباس عراقچي سره لیده کاته وکړل .
دواړو لورو په دغو لیدوکاتو کې د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په تیره بیا دافغانستان د وروستیو بدلونونو په باب خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه .
همداراز دې ته په پام سره چې آنریکه مورا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د خبرواترو د وروستیو پړاؤنو کې د نړیوالې ایټمي موافقې د ګډو کمیشنونو د غونډو دغږملونکي رول په غاړه درلودلی،په دغې کتنې کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ترټولو وروستي وضعیّت او د خبرواترو د دوام په موضوع هم بحث او مشورې کړي دي .
د ایران مرستیال خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې د ایران د ملت په ضد دظالمانه بندیزونو د ختمولو په موخې سره د نظام د چورلټو دریځونو باندې یوځل بیا ټينګار کړی دی .
په ویانا کې د اروپائي اتحادئې سفیر شټیفن کلمنټ او په اروپائي اتحادئې کې د ایران د چارو دبرخې مشر پرونوشل هم له آنریکه مورا سره په دغه سفر کې ملګري دي .