د ایران اسلامي جمهوریت اسرائیلو ته خبرداری ورکړ
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې او سفیرې «زهرا ارشادي» د هرډول محاسباتي غلطۍ او د ماجرا غوښتنې په هکله اسرائیلو رژیم ته خبرداری ورکړ او ویې وویل مونږ به د خپلو ملي ګټو د تامینولو او د ځان د دفاع په هکله هیڅ شک ونکړو .
هغې پرون په عمان سمندر کښې د مرسر سټریټ په نوم د کشتۍ د پیښې په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا له پټې غونډې وروسته دغه خبره د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنګ د وزیر ګواښ ته په ځواب کښې د خبریالانو په ټول کښې وکړه .
د ایران د اسلامي جمهوریت دغه لوړرتبه ډیپلوماټې زیاته کړه د اسرائیلو رژیم هماغه راز په سپینې سترګي توب سره ګواښ کوي چې د سیمې د هیوادونو پرضد به زور وکاروي دا په داسې حال کښې دي چې دغه رژيم څه د پاسه اویا (۱) کاله کیږي چې په سیمه کښې د ګواښ ، د بې ثباتۍ او د ناامنۍ اصلي سرچینه دی .
هغې د مرسر سټریټ کشتۍ د پیښې په هکله تحریف شویو څرګندونو ته په اشارې سره وویل مونږ له هغو کورنیو سره چې خپلوان یې په نوموړي پیښه کشې وژل شوي دي خواخوږۍ څرګندوو .
د ایران دغه ډیپلوماټې په دې خبرې سره چې د اسرائیلو چارواکو د کشتۍ له پیښې سمدستي وروسته ایران په دغه حملې تورن کړ وویل دا د اسرائیلو همیشنۍ او د هره ورځې کړچار دی او د صهیونیسټ رژيم هدف هم په سیمه کښې له خپلو غیر قانوني اقداماتو او جنایتونو د عمومي افکارو منحرفول دي .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده هم د تهران پرضد د امریکا او د صهیونیسټ رژیم ادعاګانو ته په ځواب کښې وویل دا لومړی ځل نه دی چې صهیونیسټ رژيم دغه تورونه لګوي او دغه تورونه په امریکا کښې د قدس د نیواکګر رژيم د پيژندل شویو او په پیسو اخیستل شویو لابیانو په چوکاټ کښې دي .