د ټوکیو اولمپک میډل ګټونکو ته د معظم رهبر پیغام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103966-د_ټوکیو_اولمپک_میډل_ګټونکو_ته_د_معظم_رهبر_پیغام
ایران د ټوکیو اولمپک په سیالیو کښې ۳ د سرو زرو، ۲ د سپینو زرو او ۲ د زیړو یا برنزو میډلونه ګټلې دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2021 01:03 Asia/Kabul
  • د ټوکیو اولمپک میډل ګټونکو ته د معظم رهبر پیغام

ایران د ټوکیو اولمپک په سیالیو کښې ۳ د سرو زرو، ۲ د سپینو زرو او ۲ د زیړو یا برنزو میډلونه ګټلې دي

په ټوکیو ۲۰۲۰ اولمپک کښې د ایران د سپورټي کاروان د سیالیو په ختمیدو سره حضرت آيت ا... العظمی سید علي خامنه اي په یو پیغام کښې د هیواد لپاره له میډل ګټونکو لوبغاړو مننه وکړه

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په یو پيغام کښې د اولمپک له میډل ګټونکو چې په خپل کوشش سره یې د ایران د ولس زړونه خوشاله کړل، مننه وکړه.

د ویلو ده چې د ۲۰۲۰ کال په ټوکیو اولمپک کښې چې د کرونا ناروغۍ په وجه په یو کال ځنډ سره سږ کال ترسره شوه، د ایران لوبغاړي د شوټنګ، آزادې او فرنګي کُشتۍ، وزن پورته کونې یا ویټ لفټنګ او کراټې په برخو کښې ټولټال ۷ میډلز وګټل چې په کښې ۳ د سرو زرو، ۲ د سپینو زرو او ۲ د زیړو یا برنزو میډلونه شامل دي.