د سیمې د هیوادونو تعامل او ملګرتیا د امنیت ضروری شرط دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104094-د_سیمې_د_هیوادونو_تعامل_او_ملګرتیا_د_امنیت_ضروری_شرط_دې
ښاغلی ریسی له فواد حسین سره په کتنه کې د عراق د ګاونډیو هیوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره د عراق د لومړی وزیر الکاظمی له بلنې په مننې سره وویل د دغې غونډې د ترسره کولو لپاره د عراق اقدام مبارک ګام دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2021 01:06 Asia/Kabul
  • د سیمې د هیوادونو تعامل او ملګرتیا د امنیت ضروری شرط دې

ښاغلی ریسی له فواد حسین سره په کتنه کې د عراق د ګاونډیو هیوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره د عراق د لومړی وزیر الکاظمی له بلنې په مننې سره وویل د دغې غونډې د ترسره کولو لپاره د عراق اقدام مبارک ګام دې .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی ابراهیم ریسی د عراق له خارجه وزیر سره په کتنه کې ټینګار وکړ د پردیو له لاس وهنې پرته د سیمې د هیوادونو ملګرتیا او تعامل د دوامداره امنیت لپاره ضروری شرط دې .

ښاغلی ریسی له فواد حسین سره په کتنه کې د عراق د ګاونډیو هیوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره د عراق د لومړی وزیر الکاظمی له بلنې په مننې سره وویل د دغې غونډې د ترسره کولو لپاره د عراق اقدام مبارک ګام دې .

ښاغلی ریسی د دې خبرې په کولو سره چی ایران تل د عراق د مشکلاتو د ختمولو په نسبت حساس او اندیښمن دی وویل ایران د عراق وده او پرمختګ خپله وده او پرمختګ بولی .