د افغانستان ترینګلي حالات د امریکا دغلطو سیاستونو نتیجه ده  
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104162-د_افغانستان_ترینګلي_حالات_د_امریکا_دغلطو_سیاستونو_نتیجه_ده
د پاکستان لومړی وزیر زیاته کړې ،له افغانستانه دامریکائي پوځیانو له وتلو وروسته  به  په پاکستان کې امریکائي پوځيان هیڅ مرکز او اډه ونه لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2021 07:51 Asia/Kabul
  • د افغانستان ترینګلي حالات د امریکا دغلطو سیاستونو نتیجه ده  

د پاکستان لومړی وزیر زیاته کړې ،له افغانستانه دامریکائي پوځیانو له وتلو وروسته  به  په پاکستان کې امریکائي پوځيان هیڅ مرکز او اډه ونه لري .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی، دپاکستان  لومړي وزیر عمران خان  په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ،امریکا  په افغانستان کې له ماته خوړلي شل کلن پوځي شتونه وروسته په پاکستان دباؤ زیات کړی ، څو دسولې په بهیر کې رول ولوبوي .

د پاکستان لومړی وزیر زیاته کړې ،له افغانستانه دامریکائي پوځیانو له وتلو وروسته  به  په پاکستان کې امریکائي پوځيان هیڅ مرکز او اډه ونه لري .عمران خان وئیلي ، پاکستنان  په افغانستان کې د هیچا پلویتوب نه کوي .

 په داسې شرائطو کې چې  د  افغانستان دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ  خبرې اترې بندون ته رسیدلي  او په دغه هیواد کې ترینګلتیاوې اوج ته رسیدلي ، یوځل بیا ټرائيکا یعني امریکا ، روسیې  او پاکستان  په  دوحې کې د طالبانوډلې او افغان حکومت ترمینځ دروغې جوړې  خبرې پیل کړي دي ، خو  ځيني سر  چینې وائي طالبان دغو روانو خبرواترو ته هیڅ مثبته ګروهنه نه ښئ  او یوازې ظاهري شتون پکې لري .