اسلامي ایران د افغانستان په حالاتو اندیښنه وښودله
Aug 13, 2021 08:27 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په افغانستان کښې د تاوتریخوالو په زیاتیدا باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د اندیښنې په څرګندولو سره په روانو شرایطو کښې د ملکي وګړو او د بې ګناه خلکو د ژوند ساتلو ته د پام غوښتنه وکړه .
هغه نن د افغانستان په هرات ښار باندې د طالبانو کنټرول ته په پام سره وویل د ډیپلوماټیکو ځایونو او د ډيپلوماټانو په کامل ډول سلامتیا او د امنیت تامینولو ته باید پام وشي .
د ایران د خارجه وزارت ویاند د افغانستان په هرات ښار کښې د ایران داسلامي جمهوریت له سرکنسولګرۍ سره د خارجه وزارت د پرله پسې تماس او هلته د دیره کارکونکو د سلامتیا د حالت د تعقیبولو خبر ورکړ .
ټیګونه