اسلامي ایران د افغانستان په حالاتو اندیښنه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104216-اسلامي_ایران_د_افغانستان_په_حالاتو_اندیښنه_وښودله
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په افغانستان کښې د تاوتریخوالو په زیاتیدا باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د اندیښنې په څرګندولو سره په روانو شرایطو کښې د ملکي وګړو او د بې ګناه خلکو د ژوند ساتلو ته د پام غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2021 08:27 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د افغانستان په حالاتو اندیښنه وښودله

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په افغانستان کښې د تاوتریخوالو په زیاتیدا باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د اندیښنې په څرګندولو سره په روانو شرایطو کښې د ملکي وګړو او د بې ګناه خلکو د ژوند ساتلو ته د پام غوښتنه وکړه .

هغه نن د افغانستان په هرات ښار باندې د طالبانو  کنټرول ته په پام سره وویل د ډیپلوماټیکو ځایونو او د ډيپلوماټانو په کامل ډول سلامتیا او د امنیت تامینولو ته باید پام وشي .

د ایران د خارجه وزارت ویاند  د افغانستان په هرات ښار کښې د ایران داسلامي جمهوریت له سرکنسولګرۍ سره د خارجه وزارت د پرله پسې تماس او هلته د دیره کارکونکو د سلامتیا د حالت د تعقیبولو خبر ورکړ .