ایران به د افغانستان د ثبات او آرامښت لپاره درستې هڅې وکاوري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104374-ایران_به_د_افغانستان_د_ثبات_او_آرامښت_لپاره_درستې_هڅې_وکاوري
له افغانستانه د امریکا وتل او پوځي ماته باید په دغه هیواد کې د پایدارې سولې امنیت او ژوند د احیاء سبب شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2021 12:26 Asia/Kabul
  •   ایران به د افغانستان د ثبات او آرامښت لپاره درستې هڅې وکاوري

له افغانستانه د امریکا وتل او پوځي ماته باید په دغه هیواد کې د پایدارې سولې امنیت او ژوند د احیاء سبب شي.

 د ولسمشرۍ د دفتر د ننني راپور له مخې، ولسمشر سید ابراهیم د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره په کتنه کې امنیت ، ثبات او هوساینه د افغانستان د خلکو حق وباله او وې ویل: ایران به په افغاستان کې د کراري د ټینګولو لپاره چې د ننني افغانستان تر ټولو لومړی ضرورت دی هڅه وکړي او د ورور او ګاونډي په توګه ټولې ډلې ملي توافق ته رابولي.

د اسلامي ایران ولسمشر  دې ته په اشارې سره چې  اسلامي ایران په دې باور دی چې د افغانستان د مظلومو خلکو د ارادې واکمنېدل همېشه په سیمه کې د ثبات او امنیت د ټینګیدو سبب شوې وویل: ایران د دغه هیواد بدلونونه په ځېرتیا سره څاري  او له افغانستان سره  د ګانډیتوب په اړیکو پابنده دی.

 رییسي وویلی:  له افغانستانه د امریکا وتل او پوځي ماته باید په دغه هیواد کې د پایدارې سولې امنیت او ژوند د احیاء سبب شي.