ایران به د افغانستان د ثبات او آرامښت لپاره درستې هڅې وکاوري
له افغانستانه د امریکا وتل او پوځي ماته باید په دغه هیواد کې د پایدارې سولې امنیت او ژوند د احیاء سبب شي.
د ولسمشرۍ د دفتر د ننني راپور له مخې، ولسمشر سید ابراهیم د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره په کتنه کې امنیت ، ثبات او هوساینه د افغانستان د خلکو حق وباله او وې ویل: ایران به په افغاستان کې د کراري د ټینګولو لپاره چې د ننني افغانستان تر ټولو لومړی ضرورت دی هڅه وکړي او د ورور او ګاونډي په توګه ټولې ډلې ملي توافق ته رابولي.
د اسلامي ایران ولسمشر دې ته په اشارې سره چې اسلامي ایران په دې باور دی چې د افغانستان د مظلومو خلکو د ارادې واکمنېدل همېشه په سیمه کې د ثبات او امنیت د ټینګیدو سبب شوې وویل: ایران د دغه هیواد بدلونونه په ځېرتیا سره څاري او له افغانستان سره د ګانډیتوب په اړیکو پابنده دی.
رییسي وویلی: له افغانستانه د امریکا وتل او پوځي ماته باید په دغه هیواد کې د پایدارې سولې امنیت او ژوند د احیاء سبب شي.