امریکا په افغانستان کښې خپل ناوړه اعمال عادي کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لویدیځې اسیا د چارو مسول سید رسول موسوي د افغانستان د پیښو په هکله په امریکا کښې د ځینو لباسونو د طراحۍ او ډيزاین په هکله ولیکل تر ټولو دردونکي او بوږنونکي صحنه چې امریکایانو له افغانستانه د تښتیدا په وخت خلق کړه په ټي شرټ بدله شوي ده چې خپل ناوړه اعمال عادي کړي .
هغه نن په ټویټر پیغام کښې ولیکل ایا د انسانیت لپاره بدبختۍ نه ده ؟ تر ټولو دردونکي او بوږنونکي صحنه چې امریکا له افغانستانه د تښتیدا په وخت خلق کړه د امریکا د شرکتونو لخوا په ټي شرټ یعني قمیص بدله شي او د خرڅولو لپاره یې تبلیغات وشي چې خپل ناوړه اعمال عادي کړي ؟ انسانیت څومره په ځوړتیا کښې ډوب دی .
په افغانستان باندې د طالبانو له سلطې سره په یوخت د کابل په هوايي ډګر کښې ډیرو خلکو له هیواده د وتلو لپاره دردونکي صحنې رامینځته کړې چې ترټولو مهمه یې د امریکا د یوې(۱) پوځي الوتکې په ټایرونو پسې د څو افغانانو ځوړنده کیدل او د هغوې غورځیدل او وژل کیدل وو .