د میلک سرحد خلاص دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104604-د_میلک_سرحد_خلاص_دی
د ایرن د ګمرک یا کسټمز ویاندوي وویل چې له افغانستان سره د میلک سرحدي لاره خلاصه ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2021 02:06 Asia/Kabul
  • د میلک سرحد خلاص دی

د ایرن د ګمرک یا کسټمز ویاندوي وویل چې له افغانستان سره د میلک سرحدي لاره خلاصه ده

سید روح الله لطیفي پرون د میلک د پولې د بندیدو د خبر په دروغ بللو سره وویل: د میلک په شمول له افغانستان سره د ایران ټول سرحدونه خلاص دي او د دواړو هیوادونو ترمینځ ټولې سوداګري پولې فعالې دي.

د ایران د ګمرک ویاند زیاته کړه: په تیرو ورځو کښې هم په ټول هیواد کښې د حسنیي تاسوعا او عاشورا د رخصتیو باوجود د میلک سرحد فعاله و او له دغې لارې تجارت ترسره شو.

هغه هم داشان وویل چې د شوې موافقې له مخې دغه پوله د جمعې په ورځ بنده وي او نن هم د صادراتي او ټرانزټي شیانو ډک ټرکونه له دغې پولې تیریږي.

د ایران د ګمرک د اعلان له مخې، د میلک په شمول له افغانستان سره د ایران په دریو اصلي سرحدي لارو کښې هیڅ ګډوډی نشته او تجارتي فعالیتونه روان دي.