دښمن د ایران د قواؤ ترمینځ په اختلاف او درز پسې دی
قالیباف زیاته کړې ، په ملګرتیا او یو زړتوب کې به د پارلیمان خپلواکي وساتل شي او پارلیمان د دچارو په سر کې دی او د پارلیمان په قانوني دندو عمل کول ددغه ملی اورګان یوه مهمه دنده ده .
مجلس خبری اژانس راپور ورکړی ، د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف پرون ناوخته د اسلامی شورا په څرګندې ناستې کې په پارلیمان کې د وزیرانو دصلاحیّت د ارزونې دبهیر په باب د یوه استازي څرګندونو ته په اشارې سره ووئیل ، په وروستیو میاشتو کې او له انتخاباتو وروسته او په دغه پړاؤ کې چې کابینه معرفي شوي ، ځیني پټ او ښکاره خبرونه دا ټکی تائيدوي ، چې ددغه هیواد او اسلامی انقلاب دښمنان د قواؤ ترمینځ داختلاف او درز په رامینځةکونې پسې دي .
قالیباف زیاته کړې ، په ملګرتیا او یو زړتوب کې به د پارلیمان خپلواکي وساتل شي او پارلیمان د دچارو په سر کې دی او د پارلیمان په قانوني دندو عمل کول ددغه ملی اورګان یوه مهمه دنده ده .
د قالیباف په وینا، د خلکو د ا ستازو په توګه ،د دوي اندیښنه او ورته پام پرته بل هیڅ نه لرو او اوس تر ټولو مهمه مسئله د ولس سلامتیا او اقتصادي اړتیاوې دي او پارلیمان باید ډاډمن شي ، چې وړاندیزي وزیران په دغو دواړو حوزو کې یعني د سلامتیا او اقتصاد په حوزو کې بریالی عمل کولی شي . د ایران د مجلس مشر ټینګار وکړ، دا د استازو دنده او د خلکو امیدونه دي او دا کار به په ملګرتیا او یوزړتوب سره ترسره شي .