په ایران کې وحشي  کرونا نور ۵۸۱کسان قرباني کړل
(last modified Sun, 29 Aug 2021 11:52:57 GMT )
Aug 29, 2021 16:22 Asia/Kabul
  •   په ایران کې وحشي  کرونا نور ۵۸۱کسان قرباني کړل

تر دې دمه په ایران کې  شپږ ویشت میلیون  یو لک شپږ اویا زره  دوه سوه ډوزه واکسن هم پیچکاري شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران د روغتیائي چارو وزارت  نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئیل په تیر شواروز کې  په کرونا ککړ نورو  پنځه سوه یو اتیا  کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې له دوي سره په درست ایران کې د  کرونامنحوس ویروس دقربانیانو شمیر  یو لک شپږ زره  څلور سوه  دوه  اتیا کسانو ته ورسید .

  په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،په تیرو ۲۴ساعتونو کې   همداراز په درست ایران کې  یو دیرش  زره پنځه سوه شپاړس ککړ کسان پيژندل شوي  چې له دوي سره په درست ایران کې کې تر دې دمه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر  څلور میلیون  نهه لکه  څلورویشت زره  نهه  سوه څلور شپیته تنو ته زیات شو  او همداراز   په  درملنې پسې  څلور میلیون یو لک شپږ څلویښت زره  اته سوه کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .

  په دغې  اعلامیې کې همداراز وئیل شوي دي ،  تر دې دمه په ایران کې  شپږ ویشت میلیون  یو لک شپږ اویا زره  دوه سوه ډوزه واکسن هم پیچکاري شوي دي .