په افغانستان او عراق کښې د امریکې پلانونو ماتې وخوړله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104970-په_افغانستان_او_عراق_کښې_د_امریکې_پلانونو_ماتې_وخوړله
د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې مشر: مونږ په مقتدرانه صلحه کښې د نرم جنګ په اوج کښې یو او باید پوه شو چې نن سبا نرم جنګ زمونږ هویت او کلتور ګواښي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2021 00:22 Asia/Kabul
  • په افغانستان او عراق کښې د امریکې پلانونو ماتې وخوړله

د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې مشر: مونږ په مقتدرانه صلحه کښې د نرم جنګ په اوج کښې یو او باید پوه شو چې نن سبا نرم جنګ زمونږ هویت او کلتور ګواښي.

د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې مشر په افغانستان کښې د امریکې ماتې ته اشاره وکړه او ویې ویل: په ۲۰۰۱ کال کښې زمونږ د ختیځ ګاونډي نیواک د ایران د ویرولو لپاره د امریکې هڅه وه خو په افغانستان او عراق دواړو کښې د امریکې پلانونه له ماتې سره مخامخ شول او له افغانستانه د هغوي شرمناکه تیښته د دغې ماتې یو تایید دی.

عبدالعلي علي عسکري د آذربایجانِ شرقي مرکز د راډیو او ټیلیویژن د لس هاؤ طرحو د پرانیستې په دستورو کښې زیاته کړه: کله چې امریکا په سخت جنګ کښې ماتې وخوري نو بیا د نرم جنګ له لارې خپلو موخو ته د رسیدو هڅه کوي او دښمن زمونږ خلاف په نرم جنګ لګیا دی. پکار دي چې په دې لړ کښې ډیر هوښيار ووسو.

علي عسکري ټینګار وکړ: مونږ په مقتدرانه صلحه کښې د نرم جنګ په اوج کښې یو او باید پوه شو چې نن سبا نرم جنګ زمونږ هویت او کلتور ګواښي.

علي عسکري د آذربایجانِ شرقي ولایت د راډیو او ټیلیویژن په مرکز کښې د لسګونو طرحو افتتاح هم له نرم جنګ سره مقابلې ته د ځان سنبالښت وباله او ویې ویل: په دې مرکز او د نورو ولایتونو د راډیو او ټیلیویژن په مرکزونو کښې زمونږ ملګري په جهادي او مثالي هلوځلو سره د نرم جنګ د ډګر په مینځ کښې ولاړ دي او د ملي ګټو ساتنه کوي.