معظم رهبر له پاراولمپیک لوبغاړو مننه وکړه
د اسلامي انقلاب معظم رهبر بیګا په یو پيغام کښې په ټوکیو ۲۰۲۰ سیالیو کښې د ایران د پاراولمپیک کاروان څخه مننه او قدرونه وکړه
د اسلامي انقلاب معظم رهبر بیګا په یو پيغام کښې په ټوکیو ۲۰۲۰ سیالیو کښې د ایران د پاراولمپیک کاروان څخه مننه او قدرونه وکړه
د معظم رهبر د دفتر د خبري سایټ له مخې د آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د پيغام متن په دا ډول دی:
بسمه تعالی
د پاراولمپیک له سرلوړو لوبغاړو څخه چې یوځل بیا یې د میډلونو په ګټلو سره د ایران ولس خوشاله کړ، د زړه له تله مننه کوم.
سید علي خامنهاي
د ۱۴۰۰ کال د وږي دیارلسمه
د ایران پاراولمپیک کاروان چې په ۶۲ لوبغاړو سره د ۲۰۲۰ کال د ټوکیو په پاراولمپیک سیالیو کښې د ګډون لپاره ټوکیو ته تلی دی، د سرو زرو د ۱۲، د سپینو زرو د ۱۱ او د برنزو د یو میډل په ګټلو سره یې پرون خپلې سیالۍ پاې ته ورسولې.
په ټوکیو پاراولمپیک لوبو کښې دا مهال ایران د میډلونو له نظره په دولسم نمبر دی.