اټومي بې وسلې کول باید د نړیوال نظام په اجنډا کښې وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105410-اټومي_بې_وسلې_کول_باید_د_نړیوال_نظام_په_اجنډا_کښې_وي
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي مجید تخت روانچي پرون د اټومي ازموینو د ترسره کولو په دلیل په امریکا باندې نیوکې سره وویل اټومي بې وسلې کول باید د نړیوال نظام په اجنډا کښې شامل شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2021 01:26 Asia/Kabul
  • اټومي بې وسلې کول باید د نړیوال نظام په اجنډا کښې وي

ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي مجید تخت روانچي پرون د اټومي ازموینو د ترسره کولو په دلیل په امریکا باندې نیوکې سره وویل اټومي بې وسلې کول باید د نړیوال نظام په اجنډا کښې شامل شي .

مجید تخت روانچي د اټومي وسلو د ازمویلو د بندیز د نړیوالې ورځې د لمانځلو په دستورو کښې د اټومي ازموینو د جامع بندیز تړون د لاسلیک پینځویشتمې (۲۵) کلیزې او د اټومي ازموینو د قربانیانو په درنښت کولو کښې د دغه نړیوالې ورځې اهمیت او د ژواک چاپیریال ساتلو ته په اشارې سره په دې زمینه کښې د امریکا د حکومت په رول نیوکه وکړه چې تراوسه له دوه زره (۲۰۰۰)  اټومي ازموینو څخه یې په یوزره څلورپنځوس (۱۰۵۴) اټومي ازموینو ترسره کولو سره د نورو اټومي هیوادونو په پرتله ترټولو زیاتې اټومي ازموینې کړي دي .

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي په دغو مراسمو کښې دغه راز اټومي وسلو او د اسرائیلو رژیم لخوا  ډله ییزې وژلې ته په اشارې سره په نړیوالې ټولنې غږ وکړ صهیونیسټ رژیم د اټومي وسلو د بندیز له  تړون سره د بې قید او شرطه یوځای کیدا او په خپلو اټومي مرکزونو باندې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د څارونې منلو ته مجبوره کړي .