اټومي بې وسلې کول باید د نړیوال نظام په اجنډا کښې وي
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي مجید تخت روانچي پرون د اټومي ازموینو د ترسره کولو په دلیل په امریکا باندې نیوکې سره وویل اټومي بې وسلې کول باید د نړیوال نظام په اجنډا کښې شامل شي .
مجید تخت روانچي د اټومي وسلو د ازمویلو د بندیز د نړیوالې ورځې د لمانځلو په دستورو کښې د اټومي ازموینو د جامع بندیز تړون د لاسلیک پینځویشتمې (۲۵) کلیزې او د اټومي ازموینو د قربانیانو په درنښت کولو کښې د دغه نړیوالې ورځې اهمیت او د ژواک چاپیریال ساتلو ته په اشارې سره په دې زمینه کښې د امریکا د حکومت په رول نیوکه وکړه چې تراوسه له دوه زره (۲۰۰۰) اټومي ازموینو څخه یې په یوزره څلورپنځوس (۱۰۵۴) اټومي ازموینو ترسره کولو سره د نورو اټومي هیوادونو په پرتله ترټولو زیاتې اټومي ازموینې کړي دي .
په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي په دغو مراسمو کښې دغه راز اټومي وسلو او د اسرائیلو رژیم لخوا ډله ییزې وژلې ته په اشارې سره په نړیوالې ټولنې غږ وکړ صهیونیسټ رژیم د اټومي وسلو د بندیز له تړون سره د بې قید او شرطه یوځای کیدا او په خپلو اټومي مرکزونو باندې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د څارونې منلو ته مجبوره کړي .