د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډه په ایران کښې جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105462-د_افغانستان_د_ګاونډیو_هیوادونو_غونډه_په_ایران_کښې_جوړیږي
ایران پریس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي وویل د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو راتلونکي غونډه په تهران کښې جوړیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2021 07:41 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډه په ایران کښې جوړیږي

ایران پریس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي وویل د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو راتلونکي غونډه په تهران کښې جوړیږي .

هغه پرون د امنیت شورا په غونډې کښې وویل افغانستان له یوه(۱) کړکیچن پړاو څخه د تیریدا په حال کښې دی .

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي وویل دغه  کړکیچن حالت له هر شي وړاندې په افغانستان کښې د امریکا او د نورو خارجي هیوادونو د ځواکونو د نیغ په نیغه لاسوهنې او له افغانستانه د دوې په  غیر مسولانه ډول د وتلو نتیجه ده .

تخت روانچي وویل امریکا او لویدیځ هیوادونه چې کله افغانستان ته ورغلل نو د افغانانو لپاره یې مصیب رامینځته کړ او کله چې له دغه هیواده ووتل نو د افغانستان د خلکو لپاره یې غمیزه پرځاې پریښودله .

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي وویل په افغانستان کښې د میلیونو اړمنو کسانو د لومړیو ضرورتونو د تامینولو ضرورت ته په پام سره ایران له خپلو سرحدي لارو ، اوورګاډي ، هوايي ډګرونو او  بندرونو او سړکونو  له لارې افغانستان ته د بشر دوستانه مرستو د انتقال لپاره د اسانتیا برابرولو ته تیار دی .

هغه وویل ایران له تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو راهسې د افغانستان د میلیونونو پناه غواړو کوربه دی او په افغانستان کښې له وروستي  کړکیچ وروسته نور ډیر افغانان  ایران ته راغلي دي .

تخت روانچي وویل پایداره سولې ، ثبات او هوساینې ته د رسیدا لپاره د افغانستان له خلکو سره باید  مرسته وکړو او د دغه هدف  د کامل تحقق لپاره باید ګاونډي هیوادونه ملاتړ وکړي او اسانتیا برابره کړي .