د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډه په ایران کښې جوړیږي
ایران پریس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي وویل د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو راتلونکي غونډه په تهران کښې جوړیږي .
هغه پرون د امنیت شورا په غونډې کښې وویل افغانستان له یوه(۱) کړکیچن پړاو څخه د تیریدا په حال کښې دی .
په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي وویل دغه کړکیچن حالت له هر شي وړاندې په افغانستان کښې د امریکا او د نورو خارجي هیوادونو د ځواکونو د نیغ په نیغه لاسوهنې او له افغانستانه د دوې په غیر مسولانه ډول د وتلو نتیجه ده .
تخت روانچي وویل امریکا او لویدیځ هیوادونه چې کله افغانستان ته ورغلل نو د افغانانو لپاره یې مصیب رامینځته کړ او کله چې له دغه هیواده ووتل نو د افغانستان د خلکو لپاره یې غمیزه پرځاې پریښودله .
په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي وویل په افغانستان کښې د میلیونو اړمنو کسانو د لومړیو ضرورتونو د تامینولو ضرورت ته په پام سره ایران له خپلو سرحدي لارو ، اوورګاډي ، هوايي ډګرونو او بندرونو او سړکونو له لارې افغانستان ته د بشر دوستانه مرستو د انتقال لپاره د اسانتیا برابرولو ته تیار دی .
هغه وویل ایران له تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو راهسې د افغانستان د میلیونونو پناه غواړو کوربه دی او په افغانستان کښې له وروستي کړکیچ وروسته نور ډیر افغانان ایران ته راغلي دي .
تخت روانچي وویل پایداره سولې ، ثبات او هوساینې ته د رسیدا لپاره د افغانستان له خلکو سره باید مرسته وکړو او د دغه هدف د کامل تحقق لپاره باید ګاونډي هیوادونه ملاتړ وکړي او اسانتیا برابره کړي .