د اټومي انرژۍد نړیوال اژانس د پلټونکي جسمي ځورول چټي ادعا ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105702-د_اټومي_انرژۍد_نړیوال_اژانس_د_پلټونکي_جسمي_ځورول_چټي_ادعا_ده
زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو او په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د ښځینه پلټونکي د جسمي ځورونې ادعا ته په غبرګون کښې وویل دغه له دروغو ډکه ادعا د اټومي اژانس د واکمنې شورا د غونډې په درشل کښې د دوسیې د جوړولو او د فضا جوړونې لپاره ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2021 00:10 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍد نړیوال اژانس  د پلټونکي جسمي ځورول چټي ادعا ده

زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو او په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د ښځینه پلټونکي د جسمي ځورونې ادعا ته په غبرګون کښې وویل دغه له دروغو ډکه ادعا د اټومي اژانس د واکمنې شورا د غونډې په درشل کښې د دوسیې د جوړولو او د فضا جوړونې لپاره ده .

کاظم غریب ابادي په ایران کښې د پلټنې په وخت د جسمي ځورولو په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د یوې(۱) ښځینه  پلټونکي د ادعا د خپرولو په هکله وویل له بده مرغه مونږ د ایران په اټومي تاسیساتو کښې څو ورانکاره او ترهګر عملیات ولیدل او په همدې خاطر د اټومي تاسیساتو د ساتنې سیاست له تیرو څو میاشتو راهسې بدل کړی شوی او په دغه سیاست او نویو اقداماتو  کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د پلټونکو د تلاشۍ اخیستل هم شامل دي .

هغه وویل ایران دغه سیاست اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته  اعلان کړی او دغه سیاست هماغه راز د پیاوړتیا او د ښه کیدا په حال کښې دی .

په نړیوالو ادارو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي کاظم غریب ابادي وویل مونږ د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته ویلي دي خپلو پلټونکو ته سپارښتنه وکړي چې د ورانکارۍ د مخینې او د  موجوده حساسیت په وجه د ایران له حفاظتي مامورینو سره زیاته ملګرتیا وکړي .