دافغانستان په اړه په څلور اړخیزه غوڼده کې ښه موافقه شوی ده
ښاغلی خطیب زاده د افغانستان په هکله د ایران ، پاکستان ، چین او روسیې د څلور اړخیزې غونډې د نتیجو په اړه وویل ښې موافقې شوی دی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی خطیب زاده د افغانستان په هکله د ایران ، پاکستان ، چین او روسیې د څلور اړخیزې غونډې د نتیجو په اړه وویل ښې موافقې شوی دی .
د یادولوده چی د شانګهائي د ملګرتيا تنظيم د سرمشريزې غونډې ترڅنګه د افغانستان د وروستيو حالاتو د څېړنې په محوريت سره د ايران، پاکستان، چين او روسيې د لوړربته ډېپلومېټانو ګډه غونډه وشوه.
د اېرنا د رپوټ له مخې دغه غونډه د ايران د خارجه وزير د مرستيال او د خارجه وزارت د اېشيا د لويديځې د چارو عمومي مدير سيد رسول موسوي او د پاکستان، چين او روسيې د خارجه زيرانو شاه محمود قرېشي، وانګ يي او سرګئ لاوروف په شتون سره جوړه شوه.
د پاکستان خارجه وزارت د يوې بيانيې په جاري کولو سره وويل، د دغو څلورو هېوادونو لوړ رتبه ډېپلومېټانو د افغانستان د وروستيو حالاتو په څېړنې سره د سيمې له صلحې او ثبات سره د اړوندو مسائلو په باره کښې د نظر تبادله وکړه.
په دغه بيانيه کښې راغلي دي، ايران، پاکستان، روسيه او چين په سيمه کښې دصلحې او ثبات د پائيدارۍ په خاصه توګه په افغانستان له صلحې سره د مرستې لپاره د متقابلې ارادې او ژمنې اعلانوکړه.
د دغو څلورو هېوادونو لوړ رتبه چارواکو تاکيد وکړ په افغانستان کښې د سياسي او قامي ګټو د پوره کېدو په هدف سره د ټولو سياسي ډلو او سياسي ځواکونو په مشارکت سره په دغه هېواد کښې د پراخ بنسټه حکومت جوئیدا نه انکاریدونکی ده و
د ايران، پاکستان، چين او روسيې لوړ رتبه ډېپلومېټانو همدارنګ په دغه غونډه کښې په افغانستان کښې د ګډوډۍ په وجه دترهه ګرۍ له احتمالي ګواښونو سره د مقابلې او له نشه ايزو موادو سره د مبارزې لپاره دګډو کوششونو په لازموالي تاکيد وکړ.