د ایران وزارتونه له شانګهايي موسسې سره د ملګرتیا ظرفیتونه وپیژني
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل ټول وزارتونه دنده لري د شانګهايي له ملګرتیا موسسې سره د همکارۍ ظرفیتونه وپیژندي او د ایران د اقتصادي ودې په لاره کښې کار وکړي .
هغه پرون د کابینې په غونډې کښې د شانګهاي په ملګرتیا موسسې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي غړیتوب ته په اشارې سره وویل نن سبا نه یوازې د ایران خارجه وزارت بلکې د هیواد ټول وزارتونه مسولیت او دنده لري چې له رامینځته شوي ظرفیت څخه د ایران د اقتصادي ودې او رونق لپاره نهايي استفاده وکړي .
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي جوته کړه نن سبا د شانګهايي د ملګرتیا غړي هیوادونه هم له بل هر وخت څخه زیات د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ملګرتیا زمینه برابره ګڼي .
هغه د ایران د چابهار بندر په فعالولو کښې په چټکتیا باندې ټینګار سره وویل چابهار بندر له دنیا او اسیايي هیوادونو سره د ارتباط دروازه ده نو ځکه خو د چابهار بندر پراخول او ورڅخه ګټه اخیستل ډیر زیات اهمیت لري .
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دغه راز له تاجیکستان سره د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره ترسره شویو سلامشورو ته اشاره وکړه او ویې ویل دواړه هیوادونه له یوبل سره ښې کلتوري اړیکې لري او په دغه سفر کښې دواړو هیوادونو اراده وکړه چې د دوه اړخیزه اړیکو نوی باب پرانیزي .