د اټومي تړون د ګډ کمیسیون غونډه په اجنډا کښې نشته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105916-د_اټومي_تړون_د_ګډ_کمیسیون_غونډه_په_اجنډا_کښې_نشته
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د ګډ کمیسیون د غونډې ترسره کیدل په اجنډا کښې نشته او د څلور جمعې یوې ډلې له غړیو هیوادونو سره غونډې به دوه اړخیزه وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 21, 2021 06:53 Asia/Kabul
  • د اټومي تړون د ګډ کمیسیون غونډه په اجنډا کښې نشته

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د ګډ کمیسیون د غونډې ترسره کیدل په اجنډا کښې نشته او د څلور جمعې یوې ډلې له غړیو هیوادونو سره غونډې به دوه اړخیزه وي .

سعید خطیب زاده نن په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومي ټولنې د غونډې په څنګ کښې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر ژان ایو لوډریان څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلي وو د ایران د اټومي تړون په هکله ګډه غونډه جوړیږي وویل مخکې هم خارجه وزیرانو د دغه چارې په هکله دلچسپۍ اعلان کړي وه .

هغه وویل اټومي تړون به د خارجه وزیرانو د بحث وړ یوه(۱) موضوع وي  کوم چې دلته شتون لري خو له څلور جمع یوې ډلې غړیو سره غونډه په اجنډا کښې نشته او د اټومي تړون له غړیو سره غونډه به دوه اړخیزه وي .

د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د ملګروملتونو د عمومي ټولنې په شپږاویایمې (۷۶)غونډې  کښې د ګډون لپاره نیویارک ته ورغی .