د اټومي تړون د ګډ کمیسیون غونډه په اجنډا کښې نشته
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د ګډ کمیسیون د غونډې ترسره کیدل په اجنډا کښې نشته او د څلور جمعې یوې ډلې له غړیو هیوادونو سره غونډې به دوه اړخیزه وي .
سعید خطیب زاده نن په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومي ټولنې د غونډې په څنګ کښې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر ژان ایو لوډریان څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلي وو د ایران د اټومي تړون په هکله ګډه غونډه جوړیږي وویل مخکې هم خارجه وزیرانو د دغه چارې په هکله دلچسپۍ اعلان کړي وه .
هغه وویل اټومي تړون به د خارجه وزیرانو د بحث وړ یوه(۱) موضوع وي کوم چې دلته شتون لري خو له څلور جمع یوې ډلې غړیو سره غونډه په اجنډا کښې نشته او د اټومي تړون له غړیو سره غونډه به دوه اړخیزه وي .
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د ملګروملتونو د عمومي ټولنې په شپږاویایمې (۷۶)غونډې کښې د ګډون لپاره نیویارک ته ورغی .