په ایران کې دکرونا منحوس ویروس نور ۲۸۸کسان قرباني کړل
د هیوادونو د رسمي احصایو په اساس کرونا ویروس تر دې دمه په دنیا کې څه دپاسه دوه سوه دوه دیرش میلیون کسان ککړ کړي چې له دوي څه دپاسه څلور میلیون اوه لکه اته پنځوس زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د روغتیائی چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئیل ، په تیر شواروز کې په کرونا ککړو د نورو دوه سوه اته اتیا کسانو په قرباني کیدا سره تر دې دمه په درست ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر یولک نولس زره درې سوه شپیتو کسانو ته ورسید.
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، د تشخیص د قطعي میعارونو په اساس ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې په هیواد کې په کرونا نور دیارلس زره اوه سوه دوه نوي کسان ککړ شوي ، چې له دوي په روغتونونو کې یو زر نهه سوه شپږ ویشت کسان بستري شوي دي .
دغه راز وئیل شوي دي،تر دې دمه په درملنې پسې تر دې دمه څلور میلیون نهه لکه څلور څلویښت زره پنځه سوه شل تنه ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
دهیوادونو د رسمي احصایو په اساس کرونا ویروس تر دې دمه په دنیا کې څه دپاسه دوه سوه دوه دیرش میلیون کسان ککړ کړي چې له دوي څه دپاسه څلور میلیون اوه لکه اته پنځوس زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی