په ایران کې کرونا منحوس ویروس نور ۲۷۲ کسان قرباني کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106274-په_ایران_کې_کرونا_منحوس_ویروس_نور_۲۷۲_کسان_قرباني_کړل
په تیر شواروز کې  په ایران کې   کابو  یو میلیون  شپږ اویا زره  نه سوه پنځوس ډوزه کرونائي واکسن  پیچکاري شوي دي
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 29, 2021 17:25 Asia/Kabul
  • په ایران کې کرونا منحوس ویروس نور ۲۷۲ کسان قرباني کړل

په تیر شواروز کې  په ایران کې   کابو  یو میلیون  شپږ اویا زره  نه سوه پنځوس ډوزه کرونائي واکسن  پیچکاري شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړ ،  دایران  د روغتیائی چارو وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې ، په کروناککړ نور دوه سوه دوه اویا  کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی  چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې  دکرونائي قربانیانو شمیر  یو لک شل زره یو سل شپیتو تنو ته رسیدلی دی .

  په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي   د تشخیص  د قطعي معیارونو په اساس په تیر شواروز کې  په کرونا ککړ نور  دیارلس زره  دوه سوه اویا کسان پيژندل شوي چې له  دوي سره په درست ایران کې  په کرونا دککړو کسانو شمیر هم پنځه میلیون پنځه لکه درې اویا زرو تنو ته رسیدلی  او دغه راز په درملنې پسې  په ایران کې تر دې دمه پنځه میلیون  نهه زره  اوه کسان  هم ښه او له روغتونونو  رخصت شوي دي .

 ددغه راپور په اساس ،  په تیر شواروز کې  په ایران کې   کابو  یو میلیون  شپږ اویا زره  نه سوه پنځوس ډوزه کرونائي واکسن  پیچکاري شوي دي