ایران کښې د افغانستان ښاریزو ته د کورونا واکسینونه وهل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106418-ایران_کښې_د_افغانستان_ښاریزو_ته_د_کورونا_واکسینونه_وهل_شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران په جنوب کښې په خوزستان ولایت کښې د افغانستان په سلګونو هستوګنه ښاریزو ته د کورونا واکسینونه ووهل شول .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 03, 2021 12:19 Asia/Kabul
  • ایران کښې د افغانستان ښاریزو ته د کورونا واکسینونه وهل شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران په جنوب کښې په خوزستان ولایت کښې د افغانستان په سلګونو هستوګنه ښاریزو ته د کورونا واکسینونه ووهل شول .

د ایران په خوزستان ولایت کښې د ګتوند(Gotvand) ولسوالۍ د روغتیا او د درملنې د ادارې مدیرس هومن کلانتري په دې خبرې سره چې  په دغه سیمه کښې د افغانستان ښاریزو ته د کورونا ضد د واکسینونونو وهل د  اجرا په حال کښې دي وویل اوه سوه دوه پنځوسو (۷۵۲) افغانانو ته د کورونا واکسین لومړي(۱) ډوزونه وهل شوي دي .

هومن کلانتري په دې سره چې په خوزستان ولایت کښې د افغانستان دوه سوه اوه څلویښت (۲۴۷)ښاریزو ته د کورونا واکسین دوهم(۲) ډوز ورکړل شوی دی وویل دغه واکسینونه سینوفام او اسټرازنیکا دي.

د ایران د خوزستان ولایت په شمال کښې په ګتوند کښې د افغانستان کابو دوه زره (۲۰۰۰) ښاریز وسیږي .

اسلامي ایران له پاکستان سره یوځاې د افغانستان د کابو درې (۳) میلیونه کډوالو په کوربه توب کولو سره د افغانستان د مهاجرینو د ژوند کولو اصلي ځای دی دا په داسې حال کښې دي چې  له تهران سره تر ټولوکمې نړیوالې مرستې کیږي .