ایران کښې د افغانستان ښاریزو ته د کورونا واکسینونه وهل شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران په جنوب کښې په خوزستان ولایت کښې د افغانستان په سلګونو هستوګنه ښاریزو ته د کورونا واکسینونه ووهل شول .
د ایران په خوزستان ولایت کښې د ګتوند(Gotvand) ولسوالۍ د روغتیا او د درملنې د ادارې مدیرس هومن کلانتري په دې خبرې سره چې په دغه سیمه کښې د افغانستان ښاریزو ته د کورونا ضد د واکسینونونو وهل د اجرا په حال کښې دي وویل اوه سوه دوه پنځوسو (۷۵۲) افغانانو ته د کورونا واکسین لومړي(۱) ډوزونه وهل شوي دي .
هومن کلانتري په دې سره چې په خوزستان ولایت کښې د افغانستان دوه سوه اوه څلویښت (۲۴۷)ښاریزو ته د کورونا واکسین دوهم(۲) ډوز ورکړل شوی دی وویل دغه واکسینونه سینوفام او اسټرازنیکا دي.
د ایران د خوزستان ولایت په شمال کښې په ګتوند کښې د افغانستان کابو دوه زره (۲۰۰۰) ښاریز وسیږي .
اسلامي ایران له پاکستان سره یوځاې د افغانستان د کابو درې (۳) میلیونه کډوالو په کوربه توب کولو سره د افغانستان د مهاجرینو د ژوند کولو اصلي ځای دی دا په داسې حال کښې دي چې له تهران سره تر ټولوکمې نړیوالې مرستې کیږي .