ایران د فلسطین پرضد د جنایت د ختمیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106428-ایران_د_فلسطین_پرضد_د_جنایت_د_ختمیدا_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي په جینیوا کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا په غونډې کښې د ایران استازي سید محمد ساداتي نژاد د فلسطین پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د ختمیدا لپاره د پریکنده او د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2021 10:20 Asia/Kabul
  • ایران د فلسطین پرضد د جنایت د ختمیدا غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي په جینیوا کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا په غونډې کښې د ایران استازي سید محمد ساداتي نژاد د فلسطین پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د ختمیدا لپاره د پریکنده او د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه .

په جینیوا کښې د ایران د نمایندګۍ د بشري حقوقو سلاکار سید محمد ساداتي نژاد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د غندلو په هکله وویل فلسطین په تیرو اویاو (۷۰) کلونو کښې د عام وژلې ، قومي پاکونې ، د نفوسو د جوړښت د بدلولو ، د سیسټاماټیک شکنجې ، د خپل سره وژلې ، نیولو ، د جنګي جنایتونو د ټولو بڼو ، نسل وژنې ، او د بشریت پرضد د جنایت په شمول بې شمیره جنایتونه زغملي دي او دغه چاره د فلسطین د نیواک له لومړیو څخه د اسرائیلو د عمل په رودې او چلول بدله شوي ده .

هغه په فلسطین کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو زیاتیدا ته په اشارې سره وویل په نیواکي ټاټوبو کښې د بشري حقوقو د  حالت په هکله د اومې (۷)مادې ساتل د شورا د غونډې په اجنډا کښې ډیر اهمیت لري .

هغه په عین حال کښې د ځینو حکومتونو لخوا چې ځانونه د بشري حقوقو اتلوالان معرفي کوي د دغه مادي په بایکاټ کولو خواشینۍ څرګنده کړه .