اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د اسرائیلو په اړه دریځ روښانه کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي د پارلمان د نویم(۹۰) اصل د کمیسیون له غړیو سره له ګډې غونډې وروسته ټینګار وکړ د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د صهیونیسټ رژیم د ترهګر اقدام په هکله خپل دریځ روښانه کړي .
هغه پرون په دې خبرې سره چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پوهیږي چې د کیمرو کنټرولول په اټومي تړون کښې نشته وویل دغه اژانس باید د هغه ترهګرې پیښې په هکله چې صهیونیسټ رژیم یې د ترسره کولو اعتراف کړی دی خپل دریځ روښانه کړي .
د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي زیاته کړه په ننۍ غونډې کښې د سټراټيژیک اقدام د قانون د اجرا حالت وروستی راپور د پارلمان استازیو ته وړاندې شو او د دغه قانون په هکله بیلابیل بحثونه وشول او وټاکل شوه له پاتې فرصت څخه چې د قانون په کامل ډول د اجرا لپاره شته زیاته استفاده وکړو .