په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۲۱۶کسان قرباني کړل 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106546-په_ایران_کې_دکرونامنحوس_ویروس_نور_۲۱۶کسان_قرباني_کړل
 په راپور کې وئیل شوي دي ، تر دې دمه  پّ ایران کې  کابو شپیته میلیون  څلور لکه اتلس زره ډوزه واکسن پیچکاري شوی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 06, 2021 16:09 Asia/Kabul
  • په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۲۱۶کسان قرباني کړل 

 په راپور کې وئیل شوي دي ، تر دې دمه  پّ ایران کې  کابو شپیته میلیون  څلور لکه اتلس زره ډوزه واکسن پیچکاري شوی دی .

زمونږ خبریال راپور راکړ ،  دایران د روغتیائی چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو  سره  وئیلي دي ،په تیر شواروزو کې په درست ایران کې د نورو  دوه سوه شپاړس کسانو په مړینې سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر  یو لک یو یشت زره  اوه سوه اتیا کسانو ته زیات شوی دی .

 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په کرونا ویروس نور لس زره پنځه سوه کسان ککړ شوي   چې له دې سره په ایران کې  دکرونائي ککړو کسانو شمیر هم پنځه میلیون شپږ لکه دوه شپیته زره  پنځه سوه تنو ته رسیدلی  او دغه راز  په درملنې پسې پنځه میلیون یو لک درې پنځوس زره  پنځوس کسان هم ښه او له روغتونونو  رخصت شوي دي .

 په راپور کې وئیل شوي دي ، تر دې دمه  پّ ایران کې  کابو شپیته میلیون  څلور لکه اتلس زره ډوزه واکسن پیچکاري شوی دی .