د حضرت امام رضا ع د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
حضرت امام رضا علیه سلام په ۱۴۸ هجری قمری کال کې په مدینه منوره کې دنیا ته سترګې رڼې کړې او د ۲۰۳ قمری کال د صفرې په وروستۍ ورځ شهید کړې شو .
درست اسلامی ایران د حضرت امام رضا ع د شهادت د کلیزې په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دې .
نن د زیارت ورځ د ۱۴۴۳ قمری کال د صفرې ۳۰ چی د ۲۰۲۱ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې سره برابره ده ، د حضرت امام رضا علیه سلام د شهادت غمجنه ورځ ده .
حضرت امام رضا علیه سلام په ۱۴۸ هجری قمری کال کې په مدینه منوره کې دنیا ته سترګې رڼې کړې او د ۲۰۳ قمری کال د صفرې په وروستۍ ورځ شهید کړې شو .
د حضرت امام رضا علیه سلام د ژوند او امامت پړاو اهلبیت اطهارو ته د خلکو د ګروهنې اوج او د اهل بیتو اطهارو د ولسی مرکزونو پراختیا پړاو وو .
د نړۍ د شیعیانو اتم امام ته د خلکو د ګروهنې په زیاتیدا سره عباسی خلیفه مامون په یوه دسیسه کې هغه حضرت مسموم او شهید کړ .
د اسلامی ایران درست خلک هرکال د امام رضا علیه سلام د شهادت په شپه او ورځ په امام بارګاو ، جوماتونو ، په مشهد کې د هغه حضرت په سپیڅلی حرم او په قم سپیڅلی ښار کې د حضرت بی بی معصومه س په حرم کې د ویر او ماتم دستورې جوړوي .
د ایران راډیو او ټیلی ویژن اداره صداوسیما د حضرت امام رضا علیه سلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوی .