په ایرن کې کرونامنحوس ویروس نور ۲۳۳کسان قرباني کړل
(last modified Thu, 07 Oct 2021 12:07:03 GMT )
Oct 07, 2021 16:37 Asia/Kabul
  • په ایرن کې کرونامنحوس ویروس نور ۲۳۳کسان قرباني کړل

په درملنې پسې تر دې دمه  پنځه میلیون یو لک اویا زره کسان هم ښه او له روغتونونو  رخصت شوي دي .  

 زمونږ خبریال راپور راکړ ، د ایران روغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په  خپرولو سره  وئیلي دي ،په تیرو شواروز کې د کرونا منحوس ویروس له امله نور  دوه سوه درې دیرش کسان قرباني شوي چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې دکرونائي قربانیانو شمیر یو لک دوویشت زره دولس تنو ته رسیدلی دی .

 همدرااز وئیل شوي د تشخیص دنړیوالو معیارونو په  اساس په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ویروس نور یولس زره  شپږ سوه ککړ کسانا پیژندل شوي   چې له دوي یو زر اوه سوه پنځوس ککړکسان په روغتونو نو کې بستري شوي  دی  تر دې دمه په درست ایران کې د کرونائي ککړو کسانو شمیر هم پنځه میلیون شپږ لکه دوه اویا زره سلو تنو ته رسیدلی  چې   په درملنې پسې تر دې دمه  پنځه میلیون یو لک اویا زره کسان هم ښه او له روغتونونو  رخصت شوي دي .