د ايران خارجه وزارت د قندوز ترهه ګريزه حمله وغندله
Oct 09, 2021 15:56 Asia/Kabul
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د افغانستان د قندوز په جومات کښې ترهه ګريزه خونړۍ حمله سخته وغندله او د دغې تريخجنې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې سعېد خطيب زاده د دغې پېښې د غندلو او د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ تر څنګه له پاک ربه د زخميانو د زرترزه رغېدو دعا وکړه.
هغه تاکيد وکړ چې ترهه ګريز اقدامات چې په هرشکل کښې وي او هر لوري لخوا وي غندېدونکي دي.
د قندوز د سيد آباد جومات د جمعې د نمانځه په وخت په ترهه ګريزه حمله کښې تر درې سوو پورې نمونځګزاري شهيدان يا ژوبل شول.
ټیګونه