د ايران خارجه وزارت د قندوز ترهه ګريزه حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106664-د_ايران_خارجه_وزارت_د_قندوز_ترهه_ګريزه_حمله_وغندله
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د افغانستان د قندوز په جومات کښې ترهه ګريزه خونړۍ حمله سخته وغندله او د دغې تريخجنې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 09, 2021 15:56 Asia/Kabul
  • د ايران خارجه وزارت د قندوز ترهه ګريزه حمله وغندله

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د افغانستان د قندوز په جومات کښې ترهه ګريزه خونړۍ حمله سخته وغندله او د دغې تريخجنې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې سعېد خطيب زاده  د دغې پېښې د غندلو او د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ تر څنګه له پاک ربه د زخميانو د زرترزه رغېدو دعا وکړه.

هغه تاکيد وکړ چې ترهه ګريز اقدامات چې په هرشکل کښې وي او هر لوري لخوا وي غندېدونکي دي.

د قندوز د سيد آباد جومات د جمعې د نمانځه په وخت په ترهه ګريزه  حمله کښې تر درې سوو پورې نمونځګزاري شهيدان يا ژوبل شول.