په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور ۲۲۲کسان قرباني کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106706
تر دې دمه په ایران کې  دکروناواکسنو    کابو پنځه څلویښت میلیون  لومړنۍ ډوز پیچکاري شوی  او دغه راز نولس میلیون څلور لکه کسانو هم دوهم ډوز واکسن  هم پچکاري کړی دی .   
(last modified 2024-08-04T10:40:57+00:00 )
Oct 10, 2021 16:09 Asia/Kabul
  • په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور ۲۲۲کسان قرباني کړل

تر دې دمه په ایران کې  دکروناواکسنو    کابو پنځه څلویښت میلیون  لومړنۍ ډوز پیچکاري شوی  او دغه راز نولس میلیون څلور لکه کسانو هم دوهم ډوز واکسن  هم پچکاري کړی دی .   

زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران د روغتیائی چارو زوارت  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ،  په ایران کې په تیر شواروز کې دکرونامنحوس ویروس باندې دککړتیا له امله  نور دوه سوه دوویشت کسان قرباني شوي  چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر  یو لک دوویشت زره  پنځه سوه دوه نوي تنو ته ورسید .

 په دغې اعلامیې کې همداراز وئیلي شوي دي  په تیرو ۲۴ساعتونو کې په درست ایران کې په کرونا ویروس نور یولس زره دوه سوه شپږ پنځوس کسان ککړ شوي  چې  له دوي سره په ایران کې  په کرونا دککړو کسانو شمیر پنځه میلیون اوه لکه د رو زرو تنو ته زیات شوی  او دغه راز تر دې دمه په  ایران په درملنې پسې  پنځه میلیون  دوه لکه  اتلس زره تنه ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

په راپور کې دغه راز وئیل شوي دي تر دې دمه په ایران کې  دکروناواکسنو    کابو پنځه څلویښت میلیون  لومړنۍ ډوز پیچکاري شوی  او دغه راز نولس میلیون څلور لکه کسانو هم دوهم ډوز واکسن  هم پچکاري کړی دی .