ایران اوپاکستان د دوه اړخیزه اړیکوپه پیاوړتیا ټینګاروکړ
عمران خان هم په دغه کتنه کې د سرحدی ، اقتصادی ، پوځی او امنیتی زمینو کې له ایران سره د اړیکو د ژورتیا لپاره د پاکستان په ژمنتیا ټینګار وکړ .
د ایرنا له راپور سره سم جنرال باقری د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره په کتنه کې له جنرال باجوا سره مهمو سلاومشورو ته په اشارې سره د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیاو پیاوړتیا چی په وروستیو کلونو کې پراخه شوی ده ، ضروری وبلله .
عمران خان هم په دغه کتنه کې د سرحدی ، اقتصادی ، پوځی او امنیتی زمینو کې له ایران سره د اړیکو د ژورتیا لپاره د پاکستان په ژمنتیا ټینګار وکړ .
د پاکستان لومړی وزیر ټینګار وکړ د افغانستان کړکیچ هیڅکله پوځی حل لاره نده درلودلی او باید د افغانستان د ټولو داخلی ډلو په ګډون یو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي .
د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري پاکستان ته د خپل رسمي سفر په دوهمه ورځ د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او خبرې کړي دي .