ایران اوپاکستان د دوه اړخیزه اړیکوپه پیاوړتیا ټینګاروکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106852-ایران_اوپاکستان_د_دوه_اړخیزه_اړیکوپه_پیاوړتیا_ټینګاروکړ
عمران خان هم په دغه کتنه کې د سرحدی ، اقتصادی ، پوځی او امنیتی زمینو کې له ایران سره د اړیکو د ژورتیا لپاره د پاکستان په ژمنتیا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2021 01:48 Asia/Kabul
  • ایران اوپاکستان د دوه اړخیزه اړیکوپه پیاوړتیا ټینګاروکړ

عمران خان هم په دغه کتنه کې د سرحدی ، اقتصادی ، پوځی او امنیتی زمینو کې له ایران سره د اړیکو د ژورتیا لپاره د پاکستان په ژمنتیا ټینګار وکړ .

د ایرنا له راپور سره سم جنرال باقری د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره په کتنه کې له جنرال باجوا سره مهمو سلاومشورو ته په اشارې سره د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ  د ملګرتیاو پیاوړتیا چی په وروستیو کلونو کې پراخه شوی ده ، ضروری وبلله .

عمران خان هم په دغه کتنه کې  د سرحدی ، اقتصادی ، پوځی او امنیتی زمینو کې له ایران سره د اړیکو د ژورتیا لپاره د پاکستان په ژمنتیا ټینګار وکړ .

د پاکستان لومړی وزیر ټینګار وکړ د افغانستان کړکیچ هیڅکله پوځی حل لاره نده درلودلی او باید د افغانستان د ټولو داخلی ډلو په ګډون یو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي .

د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري پاکستان ته د خپل رسمي سفر په دوهمه  ورځ د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او خبرې کړي دي .