نتیجه ورکونکو مذاکرات ته جدي یو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107080-نتیجه_ورکونکو_مذاکرات_ته_جدي_یو
د اسلامي ایران ولسمشر وویل: له ګاونډي او د سیمې له هیوادونو سره اړیکه د ایران د ولس وړومبیتوب دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2021 02:13 Asia/Kabul
  • نتیجه ورکونکو مذاکرات ته جدي یو

د اسلامي ایران ولسمشر وویل: له ګاونډي او د سیمې له هیوادونو سره اړیکه د ایران د ولس وړومبیتوب دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران هیڅکله د خبرواترو میز نه دی پریښې او نتیجه محوره مذاکراتو ته جدي دی، څرګنده کړه: ایټمي مذاکرات باید نتیجه ولري او او مقابل لورې دې د بندیزونو ختمولو ته چمتووالي په جدي توګه وښايي.

ولسمشر سید ابراهیم رئیسي بیګا د ایران ولس ته په نیغ په نیغه ټیلیویژني وینا کښې، په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت چې څه اعلان کړي دي ورباندې پابند او جدي دی، زیاته کړه: باید په مقابل لوري کښې هم جدیت ولیدې شي.

هغه په سیمه ایزو تړونونو کښې د ایران شتون او د شنګهاي د ملګرتیا په سازمان کښې یې غړیتوب ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې له ګاونډي او د سیمې له هیوادونو سره اړیکه د ایران د ولس وړومبیتوب دی.

د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان د افغانستان د بدلونونو او په دې هکله د تهران د دریځ په هکله وویل: په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سټراټیجي د ثبات او وحدت رامینځته کول دي.

هغه د پراخ بنسټه او ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره د افغانستان له واکمنانو څخه د ایران تمې ته په اشارې سره څرګنده کړه: پکار دي چې په افغانستان کښې یو داسې ټول شموله حکومت جوړ شي چې د دغه هیواد د ټولو فعالو ډلو او قومونو نمایندګي وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له داعش ترهګرې ډلې څخه د امریکې ملاتړونو او په افغانستان کښې د دغې ډلې د ترګرو شتون ته په اشارې سره وویل: امریکا تل په سیمه په تیره بیا افغانستان کښې د ناامنۍ او بې ثباتۍ په لټه کښې پاتې شوې ده.