ایران او روسیه خپلې دفاعي ملګرتیاوې نوره هم پراخوي
(last modified Tue, 19 Oct 2021 11:45:04 GMT )
Oct 19, 2021 16:15 Asia/Kabul
  • ایران او روسیه خپلې دفاعي ملګرتیاوې نوره هم پراخوي

داپه داسې حال کې دي چې سردار باقري او د روسیې د پوځ لوي درستیز  والري ګراسیموف  پرون لیده کاته سره کړي دي .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار جنرال  محمدباقري  او د روسیې دفاع وزیر سرګئ شویګو نن  په ماسکو کې سیره  لیدلی او د دواړو هیوادونو ترمنیځ ئې   ددفاعي او پوځي ملګرتیاؤ  دپیاوتیا په ضرورت ټينګار کړی دی .  

په راپور کې وئيل شوي دي په دغې ناستې کې دواړو لورو د دواړو هیوادوونو داړیکو سویه په تیره بیا په پوځي ډګر کې دغه  مناسبات ښه   وارزول  او د ملګرتیاؤ په پیاوړتیا ئې ټينګار وکړ. 

دغه لیده کاته  چې  د روسیې له پوځي او دفاعي لوړپوړو  چارواکو سره د سردار باقري د لیدوکاتو په دوام کې شوي،دواړو لورو د خپل مینځیو   ددلچسپۍ وړ حوزو کې د مناسباتو د سوئې د لوړتیا لپاره  خپله ګروهنه اعلان کړې ده .په دغې کتنې کې  د ا یران او روسیې د وسلوالو ځواکونو د ملګرتیا په باب په باب دهغه تړون په باب چې ټاکل شوې ده په نزدې راتلونکي کې لاسلیک شی ، خبرې اترې  وشوې .

داپه داسې حال کې دي چې سردار باقري او د روسیې د پوځ لوي درستیز  والري ګراسیموف  پرون لیده کاته سره کړي دي .