په ایران کې د کرونا منحوس ویروس نور ۱۴۰کسان قرباني کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107342-په_ایران_کې_د_کرونا_منحوس_ویروس_نور_۱۴۰کسان_قرباني_کړل
 د هیوادونو د رسمي  احصایو په اساس، کرونا ویروس تر دې دمه  په دنیا کې  څه دپاسه دوه سوه څلور څلویښت میلیون کسان ککړ کړي  او څه دپاسه  څلور میلیون  نهه لکه پنځه شپیته زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 25, 2021 16:35 Asia/Kabul
  •  په ایران کې د کرونا منحوس ویروس نور ۱۴۰کسان قرباني کړل

 د هیوادونو د رسمي  احصایو په اساس، کرونا ویروس تر دې دمه  په دنیا کې  څه دپاسه دوه سوه څلور څلویښت میلیون کسان ککړ کړي  او څه دپاسه  څلور میلیون  نهه لکه پنځه شپیته زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

 

زمونږ خبریال راپور راکړ ، د ایران د روغتیائی  چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ، په تیرو شواروز کې په درست ایران کې د کرونائي ناروغۍ د نورو یو سل څلویښتو کسانو په مړینې سره تر دې دمه دکرونائی قربانیانو شمیر یو لک پنځویشت زره  درې سوه درې شپیتو تنو ته زیات شوی دی .

  په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،  په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې همداراز د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس په درست هیواد کې په کرونا ککړ نور اوه زره  پنځّه سوه شپاړس کسان  وپيژندل شول  چې له دوي یو زر یو سل یو اویا  کسان بستري شوي دي  او دغه راز په ټول کې د کرونائی ککړو کسانو شمیر هم پنځه میلیون اته لکه اته شپيته زره  درې سوه شپیتون  تنو ته زیات شوی  او دغه راز تر دې دمه په درملنې پسې هم پنځه میلیون څلور لکه  دیرش زره  تنو ته رسیدلی او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 د هیوادونو د رسمي  احصایو په اساس، کرونا ویروس تر دې دمه  په دنیا کې  څه دپاسه دوه سوه څلور څلویښت میلیون کسان ککړ کړي  او څه دپاسه  څلور میلیون  نهه لکه پنځه شپیته زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .