د افغانستان له موقته حکومت سره د ایران امنیتي مشورې روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107404-د_افغانستان_له_موقته_حکومت_سره_د_ایران_امنیتي_مشورې_روانې_دي
مهر خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې د افغانستان له واکمن پلاوي سره د ایران امنیتي مشورې روانې دي ټینګار وکړ د افغانستان سرپرست واکمن پلاوی په دغه هیواد کښې د سولې د ثبات او د امنیت د رامینځته کولو په وړاندې مسول دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2021 01:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان له موقته حکومت سره د ایران امنیتي مشورې روانې دي

مهر خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې د افغانستان له واکمن پلاوي سره د ایران امنیتي مشورې روانې دي ټینګار وکړ د افغانستان سرپرست واکمن پلاوی په دغه هیواد کښې د سولې د ثبات او د امنیت د رامینځته کولو په وړاندې مسول دی .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون په تهران کښې د پاکستان د باندنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره له کتنې او خبرو اترو وروسته په خبري کانفرنس کښې وویل په افغانستان کښې د ټولو قومونو په ګډون سره د پراخ بنسټه حکومت جوړول د ترټولو مهمې سیاسي لارې په توګه مخ ته لرو او مونږ هماغه راز په افغانستان کښې له ټولو لورو سره خپل تماسونه تعقیبوو .

د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې له اوسني حالته د وتلو لپاره له افغانستان  سره د مرستو لپاره د ایران ټولې سرحدي لارې له افغانستان سره د سرحدي تجارتونو لپاره خلاصې دي وویل افغانستان ته د ایران د سرحدونو له لارې د انسان دوستانه مرستو د استولو په لړ کښې د اسانتیا د برابرولو لپاره بشپړه چمتو والی لرو .

هغه وویل په سرحدي بازارونو کښې به له افغانستان سره د ایران ملګرتیاوې دوام ولري .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل له دوست او ورور هیواد پاکستان سره مو موافقه وکړه چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډې کښې چې نن په تهران کښې جوړیږي د افغانستان د خلکو ، د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د موقته او سرپرست حکومت لپاره واحد پیغام ولرو .