ایران دملګروملتودبشري حقوقوپه راپور ورکونکی نیوکه وکړه
کاظم غریب ابادي وویل جاوید رحمان د خپل بشری حقوقو په راپور کې د هغو ایرانی ناروغانو د اساسی حقوقو د وضعیت په نسبت چی د امریکا او د هغه د نورو پیروی کونکیو هیوادونو له بایکاټونو اغیزمن دي ، په عمدی ډول اشاره نده شوی او دا موضوع د هغه په پلویتوب او خپلواکۍ نه درلودلو کې هیڅ شک نه پریږدی
د ایران دقضاییه قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ منشی د امریکا له بایکاټونو د ملګروملتودبشري حقوقود راپور ورکونکی په چوپتیا نیوکه وکړه .
کاظم غریب ابادي وویل جاوید رحمان د خپل بشری حقوقو په راپور کې د هغو ایرانی ناروغانو د اساسی حقوقو د وضعیت په نسبت چی د امریکا او د هغه د نورو پیروی کونکیو هیوادونو له بایکاټونو اغیزمن دي ، په عمدی ډول اشاره نده شوی او دا موضوع د هغه په پلویتوب او خپلواکۍ نه درلودلو کې هیڅ شک نه پریږدی .
غریب ابادی زیاته کړه دا چی نوموړی راپور ورکونکې د ایران پرضد له هرې سیاسی بیانیې سره یو ځای کیږی او د ترهه ګرو ډلو په غونډو کې ګډون کوی او د خپل راپور اساس انحرافی اوله پلویتوبه ډک معلومات ګرځوی خو حاضر ندې د ایرانیانو د حقوقو واقعی خلاف ورزی وپیژنی ، د شک کوم ځای نه پریږدی چی د ایران لپاره د ځانګړی راپور ورکونکی ماموریت د سیاسی معیارونو په اساس برابر شوی او باید دا کار بند شی .