د خراسانِ رضوي والي د افغانستان له چارواکو سره صلاح مشورې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107686-د_خراسانِ_رضوي_والي_د_افغانستان_له_چارواکو_سره_صلاح_مشورې_وکړې
د افغانستان هرات ته د ایران د خراسانِ رضوي ولایت د والي په سفر کښې په مختلفو اقتصادي برخو کښې د اسانتیاؤ د رامینځته کولو په لړ کښې موافقه وشوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2021 02:22 Asia/Kabul
  • د خراسانِ رضوي والي د افغانستان له چارواکو سره صلاح مشورې وکړې

د افغانستان هرات ته د ایران د خراسانِ رضوي ولایت د والي په سفر کښې په مختلفو اقتصادي برخو کښې د اسانتیاؤ د رامینځته کولو په لړ کښې موافقه وشوه.

د افغانستان هرات ته د ایران د خراسانِ رضوي ولایت د والي په سفر کښې په مختلفو اقتصادي برخو کښې د اسانتیاؤ د رامینځته کولو په لړ کښې موافقه وشوه.

یعقوب علي نظري چې د هرات د والي په بلنه دغه ښار ته تلی و، تیرو موافقو ته په اشارې سره وویل: د موافقې له مخې د ایران تخصصي او تخنیکي پلاوي راتلونکې اونۍ د موافقو د اجرا د جاجونې لپاره افغانستان ته ځي.

هغه د ایران او افغانستان ترمینځ د سرحدي بازارچو بندیدو او د دغې اقتصادي برخې د فعالولو ضرورت ته په اشارې سره زیاته کړه: په دې سفر کښې د سرحدي بازارچو د بیاخلاصولو په لړ کښې هم ابتدايي موافقې وشوې.

د خراسانِ رضوي والي هم داشان وویل: د افغانستاني ښاریزو لپاره د ویزې په صادرولو کښې د اسانتیا په لړ کښې هم یولړ موافقې وشوې چې په دې لړ کښې به د افغانستان خلکو ته ډیر زر ښه خبرونه ورکړې شي.