د پراخ بنسټه حکومت په جوړیدا سره د افغانستان سوله تامینیږي
Nov 02, 2021 07:46 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت د لویځې اسیا د چارو مسول سید رسول موسوي وویل په افغانستان کښې سوله ، ثبات او ارامښت د پراخ بنسټه حکومت په جوړیدا سره تامینیږي .
هغه نن په ټویټر پاڼې کښې ولیکل که چیرې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو د تهران په غونډې کښې په دغه هیواد کښې د ټولشموله حکومت غوښتنه وکړه نو د دې لپاره ده چې باوري دي په افغانستان کښې سوله، ثبات او ارامښت د یوه (۱) پراخ بنسټه حکومت واک ته په رسیدا سره په ښه او په زیات ډول تامینیږي .
د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو دوهمه (۲) غونډه په تیرې چهارشنبې ورځ د ایران د ترکمنستان د تاجیکستان د ازبکستان د خارجه وزیرانو او د روسیې او د چین د سفیرانو په ګډون سره په تهران کښې ترسره شوي وه .
ټیګونه