ګواښ هيڅکله د ايران په خلاف څه نتيجه نه ده ورکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107768-ګواښ_هيڅکله_د_ايران_په_خلاف_څه_نتيجه_نه_ده_ورکړې
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند په يو ټوئيټ کښې د ايران په خلاف د نورو آپشنونو د تعقيبولو په اړه د آنتوني بلېنکن د وروستيو څرګندونو په ردعمل کښې وليکل، ګواښ هيڅکله د ايران په خلاف څه نتيجه نه ده ورکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2021 03:00 Asia/Kabul
  • ګواښ هيڅکله د ايران په خلاف څه نتيجه نه ده ورکړې

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند په يو ټوئيټ کښې د ايران په خلاف د نورو آپشنونو د تعقيبولو په اړه د آنتوني بلېنکن د وروستيو څرګندونو په ردعمل کښې وليکل، ګواښ هيڅکله د ايران په خلاف څه نتيجه نه ده ورکړې.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې سعيدخطيب زاده وويل: د امريکې فرضي آپشنونه له دې مخکې زمونږ په سيمه کښې آزمائل شوي دي دي. د امريکې لپاره ترې غميزناکې ماتې او رامنځته شوې رسوائي ټولو ته څرګنده ده.

هغه وويل: امريکه پکار دے د برجام د اوسني حالت د عامل په توګه پکار دے درس حاصل کړي.

د امريکې د اوسني ولسمشر جوبائيډن دحکومت چارواکو په دې وروستيو مياشتوکښې په واضحه توګه له زيات نه زيات دباو د سياست په ماتې اعتراف کړے او ويلي يې دي چې غواړي امريکه برجام ته راستنه شي، خو تر اوسه يې له هغو اقداماتو چې دغې موافقې ته د ستندو لپاره ضروري دي ډډه کړې ده.