ایراني زده کونکي له استکبار سره د مبارزې بیرغوال دي 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107782-ایراني_زده_کونکي_له_استکبار_سره_د_مبارزې_بیرغوال_دي
له استکبار سره د ډغرې د ټلۍ د کړنګونې سمبولیک دستورې نن  د درست ایران په یولک لس زره ښونځیو کې په یوه وخت ترسره شوې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2021 09:06 Asia/Kabul
  • ایراني زده کونکي له استکبار سره د مبارزې بیرغوال دي 

له استکبار سره د ډغرې د ټلۍ د کړنګونې سمبولیک دستورې نن  د درست ایران په یولک لس زره ښونځیو کې په یوه وخت ترسره شوې .

ایرنا خبری اژانس  راپور ورکړ،د ایران د ښونې او روزنې د وزارت سرپرست علی رضا کاظمي  نن  له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ټلۍ په کړنګونکو دستورو  کې  پخپلې وینا کې ووئيل ، زده کونکو د لړم په دیارلسمه نیټه  له استکبار سره دمقابلې په روحیې سره  د اسلامی انقلاب د بریالیتوب مقدمات برابر کړل .

هغه زیاته کړې ، له دغې ورځې  دحضرت امام خمیني ډير تعبیرونه ، ددغې پيښې د اهمیّت  ارزښتمنه نښه لري ، هغه شهید معلمان او زده کونکي چې  ویاړئې  رامینځةکړی ،  اوس  د دوي یوازینی یاد  او خاطره لمانځل کیوږي  او قدردان ئې نه یوو ،بلکې  نن ئې  په هغې لارې سره چې   ئې پیل کړې ،  او دوام ئې ورکړی ،تړون ورسره کوو . 

 د ایران د ښونې او روزنې د وزارت سرپرست  ووئیل ، هغه لوي کار چې شهید فهمیده او د  امام د لارې پیروکارو زده کونکی کړی ، باید دوام ولري . د زده کونکو دشهادت مهمې پيښې په تیره بیا د حاسوسۍ د ځالې نیولل ، د اسلامی انقلاب لپاره ډيرې بریاوې او د نړۍ لپاره ډير پیغامونه درلودلي دي. 

له استکبار سره د ډغرې د ټلۍ د کړنګونې سمبولیک دستورې نن  د درست ایران په یولک لس زره ښونځیو کې په یوه وخت ترسره شوې .