د امریکا سمندري غلا یو ډير بې شرمه او سپيرہ اقدام ؤ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107856-د_امریکا_سمندري_غلا_یو_ډير_بې_شرمه_او_سپيرہ_اقدام_ؤ
 د اسلامی ایران ولسمشر  همدراراز  په دوام کې د ایران د ملت په ضد د امریکا دظالمانه بندیزونو د لغوه کولو په باب له ۴+۱ دلې سره د تهران خبرواترو ته په اشارې سره  ټينګا روکړ،حکومت به هیڅکله هم د ایران دملت له په حقه غوښتنې یعني د ظالمانه  بندیزونو دختمیدا له غوښتنې شاتګ ونه کړي .
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Nov 04, 2021 11:39 Asia/Kabul
  • د امریکا سمندري غلا یو ډير بې شرمه او سپيرہ اقدام ؤ

 د اسلامی ایران ولسمشر  همدراراز  په دوام کې د ایران د ملت په ضد د امریکا دظالمانه بندیزونو د لغوه کولو په باب له ۴+۱ دلې سره د تهران خبرواترو ته په اشارې سره  ټينګا روکړ،حکومت به هیڅکله هم د ایران دملت له په حقه غوښتنې یعني د ظالمانه  بندیزونو دختمیدا له غوښتنې شاتګ ونه کړي .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر چې  سمنان ولایت ته پخپل ولایتی سفر تللی ، په سمنان کې د لړم د میاشتې  ددریالسمې نیټې په ولسی  غونډې کې   پخپلې وینا کې  د یوې تیلی کشتۍڅخه د ایران د تیلو د غلا کولو لپاره د امریکائي بیړۍ  دعملیاتو په مخنیوي کې  داسلامی  انقلاب  دسپاه پاسدارانو  د اقدام په قدرونې سره ووئیل ، په سمندري غلا کې د امریکایانو سپیر او بې شرمه عمل عمومي افکارو ډير رټلی  او  دسپاه پاسدارانو  دقدرتمند او په موقعې  اقدام ئې قدرونه اوستاینه کړې ده .

آیت ا... ریئسی ددې خبرې په کولو سره چې د ایران له خلکو سره د امریکاددښمنۍ مخینه  څلویښت کلنه نه ده ،بلکې دغه دښمني څه دپاسه اویا کلنه مخینه لري، ووئيل ،په دغه توپیر سره  چې په لومړیو دیرشو کلونو کې ، امریکا  په کودتا او د لاسپوڅو واکوالانو څخه په ملاتړ سره ،د ایران  ملت د ګټو په نغراک کې بریالۍ کیدله ،خو د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته په وروستیو درې څلویښتو کلونو کې د امریکایانو د نه ختمیدونکو دښمنیو په وړاندې ددغه ډګر او میدان بریالی د ایران ملت دی.  

Image Caption